Saturday, November 18, 2017

په فاټا کې د انټرنيټ ازادي او ګواښونه

د امريکا څېړېنيزه اداره فريډم هاوس په خپل کلني راپور کې پاکستان د شپږم کال لپاره هم په هغو هېوادونو کې شامل کړی چې پکې د انټرنيت ازادي نشته. دا څېړنه ډېجيټل رايټس فاونډېشن او فريډم هاوس په ګډه کړې چې پکې د ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۷ کال په موده کې د انټرنيټ ازادۍ په برخه کې شويو پرمختګونو جاج اخستل شوی دی. په راپور کې په۶۵ هېوادونو کې د انټرنيټ ازادۍ جاج اخستل شوی دی. د پاکستان په اړه د راغونډو شويو مالوماتو پر اساس هلته د ریاست په کچه د انټرنيټ استعمالونکو له حقونو سرغړونې، انټرنيټ ازادۍ او د سنسر شپ عملي کېدو جاج اخستل شوی دی. که څه هم دا راپور د پاکستان په کچه دی خو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قبايلي سيمو کې د انټرنيټ د ازادۍ او هلته استعمالونکيو ته ور وړاندي ګواښونو جاج اخستل شوی دی. په اسلام اباد کې د انټرنيټ ازادۍ لپاره د غير حکومتي ادارې (( بولو بهی)) مشر اسامه خلجي او د فاټا ځوانانو جرګې مشر نظام الدين خان د بحث مېلمانه دي.

No comments: